نورستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په واما ولسوالۍ کې د سیند په اوبو کې د یوه «ډاتسن» موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ او شپږ نور ټپیان شوي.

د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند احمد بشیر برکزاده وایي چې دا پېښه نن (پنجشنبه، ۲۰ د لیندۍ) ماښام مهال د دغه ولایت د واما ولسوالۍ د «کور درې» په «مڼه‌ګل» سیمه کې را منځته شوې.

نوموړي ویلي چې په مړو شویو کې یوه ماشومه او همدا راز په ټپیانو کې درې مېرمنې شاملې دي چې د درملنې په موخه د واما ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.

برکزاده زیاتوي چې پېښه په موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله را منځته شوې.

نورستان کې د خرابو او کوچنیو سړکونو له امله ډېری مهال مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي چې خلک په دې برخه کې پخواني او اوسني حکومتونه ګرم یادوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه