د یوناما سرپرسته: طالبان له نړیوالې ټولنې سره د تعامل فرصت یا له لاسه ورکوي او یا یې ردوي

UNAMAnews

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجت ګانیون وایي چې طالبان لا هم له نړیوالې ټولنې سره د تعامل څو اړخیر فرصتونه له لاسه ورکوي او یا یې ردوي.

اغلې ګانیون نن شپه (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې دا چاره له مرستندویه هیوادونو سره د تعامل د غوڅېدو خطر زیاتوي.

دې ویلي چې له افغانستان سره مرستندوی هیوادونه ورځ په ورځ ناهیلي کېږي ځکه چې طالبان یې اندېښنو ته ځواب نه وایي.

اغلې ګانیون په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیتي وضعیت «ارام» بللی، مګر ویلي یې دې چې د طالبانو او پاکستان تر منځ شخړې پر کرښه د جګړو او هوایي بریدونو لامل شوي چې له کبله یې ملکي مرګ ژوبله اوښتې.

دې همدا راز ویلي چې د دې شخړو له امله د تېرو دوو میاشتو پر مهال سرحدي لارې هم تړل شوې دي او کرښې ته د دواړو هیوادونو د خلګو لپاره یې په اقتصادي توګه زیانونه اړولي.

د یوناما سرپرستې د بشرپالو مرستو لېږدوونکو کانټینرونو ته د طالبانو له لوري د اجازې ورکړه ستایلې او د حل لارې موندلو لپاره یې د سیمې د هیوادونو د هڅو هرکلی کړی.

دې ویلي چې یوناما له دواړو اړخونو غواړي چې اصلي مسایلو ته پام وکړي او دوه اړخیز اوربند ته پام وکړي.

اغلې ګانیون همدا راز د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارمندانو پر ورتګ بندیز ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د کارمندانو بشري حقونه او منشور نقضوي.

دې ویلي چې یوناما دا د نه منلو وړ وضعیت له طالب چارواکو سره شریک کړی او په دې تړاو د امنیت شورا نور ملاتړ ته اړتیا لري، تر څو دا په یوه عادي چاره بدله نه شي.

د یوناما سرپرستې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې اصول محوره او عمل ګرایانه ګډون ته ژمن دي؛ داسې ګډون چې نړیوالو تعهداتو، پراخې حکومتولۍ او د ترهګرۍ ضد تعهداتو ته پکې درناوی وي.

دې ویلي چې ملګرو ملتونو د دې اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د دوحې د بهیر په چوکاټ کې «د لارې یوه سیاسي نقشه» کاږلې او د لارې دا نقشه هڅه کوي چې په هغو اصلي مسایلو کې چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د یو ځای کېدو مخه نیسي، پرمختګ وکړي.

دې ویلي: «موږ مخ ته پرتې ستونزې کمې نه ګڼو خو وړاندې مو په څو اړخیز بهیر کې د ګډون لپاره د دي فاکتو (طالبانو) چارواکو نه لېوالتیا لېدلې. همدا راز باید ومنو چې په نړیواله ټولنه کې متفاوت دریځونه د مشترک اغېز کچه راکموي.»

اغلې ګانیون ویلي چې د نړیوالې ټولنې او طالب چارواکو او همدا راز د دولتونو تر منځ درزونه په سادګي د حل وړ نه دي.

مګر دې پر یادو ستونزو پر لاسبري کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دې چې دا چاره د یوناما د ورځنۍ ډیپلوماسۍ موضوع ده.

د یوناما سرپرستې ویلي چې له جدي کړکېچونو سره-سره، داسې فرصتونه شته چې د اوسني نسبي ثبات پر بنسټ په افغانستان کې د کړکېچونو حل پیلولای شي.

دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې د دې شورا په ملاتړ «د تعامل پلونه جوړ کړو او د خپل ګډ لرلید پر اساس د یوه سولییز، په نړیواله ټولنه کې مدغم شوي او د ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو رعایتوونکي افغانستان پر لور مخ په وړاندې ولاړ شو.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د نړیوالې ټولنې ګڼې غوښتنې له پامه غورځولې دي.

نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایتول، د پراخ بنسټي او همه شموله حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره مبارزه د شرطونو په توګه مطرح کړي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه