کونړ کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د اسټرالیا مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ د پنځه مېلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ زلزله ځپلو لپاره د یوه فرعي روغتیايي مرکز د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص وایي، د دغه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې په چلس سیمه کې پیل شوي.

دی زیاتوي چې دا مرکز د اسټرالیا د ملبورن ښار مېشتو افغانانو له لوري په را ټولو شویو پیسو جوړېږي چې په جوړېدو به یې تر اووه زره کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

د مخلص په وینا، دا ودانۍ به د دوو میاشتو په اوږدو کې جوړه او ګتې اخېستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د کونړ په بېلابېلو برخو کې د کونړ زلزله ځپلي د روغتیايي امکاناتو د کمښت له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه