اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوي راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یوې اونۍ نښتو پر مهال لږ تر لږه ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵۳ نور ټپیان شوي دي.
په دغه راپور کې چې پرون (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) خپور شوی، ویل شوي چې د ملکي وګړو ډیر تلفات په سپین بولدک او کابل کې د هوايي بریدونو او د کرښې په اوږدو کې د ډزو د تبادلې له امله رامنځته شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو استخباراتو یوناما ته خبر ورکړی چې د اکتوبر د ۱۵مې بریدونو «د ګڼو ملکي کسانو مرګژوبله» رامنځته کړې او دا کار د پاکستان له هغه پخوانۍ هوکړې سرغړونه ده چې نور بریدونه به نه ترسره کوي.
د اکټوبر په نیمایي کې، پاکستاني پوځ په کابل، پکتیکا او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
دغه برید د طالبانو او پاکستان ترمنځ د یوې اونۍ اوږدې شخړې لامل شول. که څه هم دواړو خواوو اوربند او د قطر او ترکیې په منځګړیتوب خبرې اترې پیل کړې، خو دغو خبرو اترو کومه پایله نه ده ورکړې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لا هم پر ځای دی. طالبانو په دې وروستیو کې پر پاکستان تور لګولی چې پر افغانستان یې برید کړی او دواړه خواوو سپین بولدک کې جګړه کړې.
د لیندۍ په لومړیو کې طالبانو وویل، چې په خوست کې د پاکستان هوايي برید یو ملکي کور په نښه کړی و، چې نهه ماشومان او یوه ښځه یې ووژل.
تیره اونۍ د چمن – سپین بولدک ترمنځ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه. طالبانو تایید کړه چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
