د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیائویونګ سره یې په اسلام اباد کې لیدلي او ورسره خبرې یې کړې دي.
ده تېره شپه (پنجشنبه، ۲۰ د لیندۍ) پر ایکس لیکلي چې دوی د هغو سازمانونو له لوري چې په افغانستان کې مېشت دي، د سیمې امنیت ته د ور پېښ ګواښ په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې دا لیدنه «د پاکستان او چین د هغو منظمو مشورو یوه برخه ده چې د ترهګرۍ ضد همکاریو د پیاوړتیا په موخه کېږي.»
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان په شمول ګڼې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مېشتې دي او د سیمې امنیت او ټیکاو ګواښي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي عاصم افتحار احمد د چهارشنبې په شپه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د افغانستان له خاورې خپرېدونکې ترهګري د پاکستان د ملي امنیت او حاکمیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.
ده ویلي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو او نیابتي ډلو په خوندي پناه ځای بدل شوی او د ګاونډیو هیوادونو او سیمې لپاره ویجاړوونکې پایلې لري.
مګر طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي او وایي چې د نورو هیوادونو پر خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه هیچاته نه ورکوي.
