اطلاعات روز: له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، چې په نورستان کې د نن ورځې د سېلابونو له امله د مالي زیان ترڅنګ ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادې ادارې لپاره طالب ویاند، محمد یوسف حماد وایي، په نورستان کې د سیلابونو له امله ۲۰ تنه مړه، ۸۰ تنه ژوبل او دغه راز تر ۱۰۰ زیات تري تم دي.
د حماد په وینا، د دغو سېلابونو له امله ګڼ شمېر دولتي ودانۍ، کورونه او کرهڼيزي ځمکې هم زیانمنې شوې دي.
هغه زیاتوي دا شمېرې وروستۍ نه دي او د ژغورني عملیات اوس هم دوام لري او د مرګ ژوبلې د لوړېدو امکان شته دى.
دغه سېلابونه نن له غرمې وروسته راوتلي او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
