اطلاعات روز: په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولان وايي، چې په نورستان کې یې د تېرې ورځې له سیلابونو سره سم یې د ځمکې او هوا له لارې ژغورونکې ټیمونه او د بېړنیو مرستو ډلګۍ دغه ولایت ته رسولي او ګڼ شمېر مړه او ټپیان یې له سیلابونو را ایستلي دي.
د یادې قول اردو ویاند وحیدالله محمدي نن (سه شنبه،٣٠ د چنګاښ) ویلي،چې نورستان کې تراوسه د راوتليو سېلابونو له امله د یوې ښځې او یوې ماشومې په ګډون ۲۳ تنه مړه، شاوخوا ۸۰ تنه ټپیان او له ۱۰۰ زیات نادرکه دي.
د هغه په خبره، سیلاب ځپلو سیمو کې لاهم دولتي او غیردولتي ژغورندویه او د مرستو رسوونکو ډلې لګیا دي او ترخاورو لاندې ټپيان او جسدونه را اوباسي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په یادو کسانو کې دوه کورني سیلانیانو تر څنګ د پارون ښاروال او د هغه دوه ساتونکي هم نادرکه دي.
بلخوا د نورستان سیمه ییز چارواکي وایي، دغو سېلابونو ګڼ شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات ویجاړ کړي دي. نوموړي څرګنده کړې، چې د ژغورنې عملیات دوام لري او له خلکو یې غوښتي، چې له سېلابي سیمو دې لرې اوسي.
په دې مرګونې پيښې د هېواد دننه او بهر افغانانو هم خواشيني ښودلې او د نورستان وروستي سیلابونه یې یوه غمیزه بللې ده.
