اطلاعات روز: د فراه ولایت هوایي ډګر ته څېرمه په «کرجه» سیمه کې د باروړونکو موټرو لپاره د یوه معیاري او عصري ترمینل د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره نن (سه شنبه،۳۰د چنګاښ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ترمینل د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت پر شاوخوا زر جریبه ځمکه کې جوړېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دا ترمینل به د رسټورانټونو، تمځایونو، هټیو او جومات او نورو بېلابېلو اړینو برخو لپاره ځانګړې اسانتیاوې ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې فراه کې د معیاري ترمینل نشتون د موټرو د بېنظمۍ، ګڼې ګوڼې او ځنډ لامل شوی و، خو د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بار وړونکو موټرو تګ راتګ منظم او سوداګرو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
.
