اطلاعات روز: په نورستان کې ځایي فعالان پر طالبانو نیوکه کوي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د نورستان مرکز پارون کې د پلټنې عملیات په ټکني ډول روان دي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، چې د تېرو دوو ورځو په تېرېدو لا هم لیدل کېږي، سېلاب ځپلې کورنۍ د خپلو عزیزانو په موندلو نه دي بریالي شوي.
د سرچینې په وینا، که څه هم د طالبانو او مرستندویه بنسټونو ژغورونکې ډلګۍ سیمې ته ورسېدلي، خو د وسایلو د نشتوالي له امله نه دي توانیدلي چې په سیلابونو کې د نادرکه خلکو جسدونه ومومي.
په ورته مهال د نورستان لپاره د طالبانو والي زین العابدین وایي، چې په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۱ تنه مړه، له ۸۰ ټپیان او له ۱۰۰ زیات نادرکه دي. خو اندېښنه شته چې د تلفاتو شمېرې به لوړې شې.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، سېلابونو ځینې دوکانونه، هوټلونه، استوګنیز کورونه او د ښاروالۍ په شمول ځينې دولتي ودانۍ په بشپړه توګه له منځه وړې دي.
نورستان کې د سېلاب ځپلو د پلټنې او ژغورنې عملیات ابتدایي ډول روان دي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
