وروسته له هغې چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو وسلهوالو ترمنځ د نښتې راپورونه خپاره شول، د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر، داوود ناجي، تایید کړه چې د دې جبهې ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
نوموړي په اېکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د نښتې بشپړ جزئیات به ډېر ژر خپاره شي.
ناجي لیکلي دي: « د ازادۍ لپاره برخلیک ټاکونکې مبارزه نوې مرحلې ته داخله شوې؛ هغه مبارزه چې پایله یې ازادي او اصلي ګټونکي به یې د افغانستان خلک وي.»
نن سهار راپور ورکړل شو چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې جګړه روانه ده.
د طالبانو غړو هم دغه نښته تایید کړې ده. د دې ډلې ځینو غړو د هغو کسانو انځورونه خپاره کړي چې ادعا کېږي په دې نښته کې وژل شوي دي.
له بلې خوا، ویل کېږي چې د طالبانو یو شمېر غړي هم د مخالفو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او د هغوی انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.
