«د افغانستان متحده جبهه» وايي، ځواکونو یې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو یو غړی په نښه کړی دی.
دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید پرون ماښام (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) د کشم ولسوالۍ په «دره جیم» کې ترسره شوی دی.
خو جبهې د طالبانو د دغه غړي د په نښه کولو د پایلې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
«د افغانستان متحده جبهې» څه باندې یوه میاشت کېږي چې د طالبانو پر وړاندې یې پوځي عملیات پیل کړي دي.
دې جبهې تېره اوونۍ اعلان کړی و چې د خپلو عملیاتو په لومړۍ میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ۴۳ عملیات ترسره کړي دي. د دوی په وینا، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۷۴ غړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې جبهې له لوري د ادعا شویو بریدونو هېڅ یو نه دی تایید کړی.
