کابل — د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، نن (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت دفتر ویلي چې په دې لیدنه کې د سیمې د وضعیت، په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او زیربناوو په برخو کې د ترسره شویو پرمختګونو او د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د شته پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي.
د دغه دفتر په وینا، زلمي خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو د جلب لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې شرکتونه په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
ملا عبدالغني برادر ویلي چې طالبان په افغانستان کې د دغو هېوادونو د پانګونې هرکلی کوي او له پانګهوالو سره به همکاري وکړي.
زلمي خلیلزاد تر اوسه له ملا عبدالغني برادر سره د خپلې لیدنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
خلیلزاد په خپل وروستي سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، سره هم لیدلي او د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
نوموړی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څو ځله کابل ته سفر کړی او د دغه ډلې له چارواکو سره یې د امریکا او طالبانو د اړیکو او په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو په اړه خبرې کړې دي.
