د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي معاونیت دفتر وايي چې د دغه ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان له «ډیلټا انټرنیشنل» شرکت سره د «کشک-تیرپل» د نفتې حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شوی دی.
د اقتصادي معاونیت دفتر په وینا، دغه قرارداد نن (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) په کابل کې د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په حضور کې لاسلیک شو.
د «کشک-تیرپل» نفتې حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ موقعیت لري او شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع مساحت لري.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت دفتر د اعلامیې له مخې، «ډیلټا انټرنیشنل» شرکت به په لومړي پړاو کې د دې نفتې حوزې د اوو ګازو بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت دفتر د دغه قرارداد په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.
د سعودي عربستان د «ډیلټا انټرنیشنل» شرکت مسؤلینو د تېر لمریز کال په عقرب میاشت کې له زلمي خلیلزاد سره یوځای کابل ته سفر کړی و او د افغانستان د نفتو او ګازو د کانونو د اکتشاف او استخراج په اړه یې خبرې کړې وې.
تر اوسه له دغه سعودي شرکت سره د زلمي خلیلزاد د اړیکو څرنګوالی روښانه نه دی.
