په بلخ کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو نن (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) د مزار شریف ښار په «کفایت مارکېټ» کې له ۵۰ ډېرې صرافۍ تړلې او پرې یې مهر لګولی دی.
لږ تر لږه درې سرچینو «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته د طالبانو له خوا د دغو صرافیو تړل کېدل تایید کړي دي.
د سرچینو په وینا، د دغو صرافیو د تړلو لامل دا دی چې د کفایت مارکېټ صرافانو د مزار هوټل په سوداګریز مارکېټ کې د «پولي مارکېټ» په نوم بازار کې له فعالیت کولو ډډه کړې ده.
طالبان له شاوخوا یوه کال راهیسې هڅه کوي چې د مزار شریف ښار د کفایت مارکېټ صرافۍ د مزار هوټل سوداګریز مارکېټ ته ولېږدوي، خو د کفایت مارکېټ صرافان دې مارکېټ ته له کډه کولو ډډه کوي.
دغه ډلې تېر کال هم د همدې موضوع له امله د کفایت مارکېټ د صرافانو د اتحادیې مشر او یو شمېر صرافان نیولي وو. هغوی څو ورځې وروسته بېرته خوشې شول.
