د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په یوه اعلامیه کې کابل کې د خاتمالنبیین علمي حوزې پر وړاندې د طالبانو د ځواکونو برید «دښمنانه» بللی او غندلی دی.
دغه ګوند په خپله اعلامیه کې ویلي: «په دې برخه کې د طالبانو دښمنانه اقدام د هغو بنسټونو او مرکزونو پر وړاندې د دوی د ښکاره دښمنۍ نښه ده چې د پوهاوي او اسلامي ارزښتونو د پراختیا په برخه کې ګامونه اخلي او د مذاهبو ترمنځ د نږدېوالي او د افغانستان د خلکو ترمنځ د پیوستون لپاره زمینه برابروي.»
د افغانستان اسلامي جمعیت زیاته کړې: «خو په ډاډ سره ویلی شو چې د دوی دا توطئهکوونکی چلند به د افغانستان د خلکو له جدي غبرګون سره مخ شي.»
دغه ګوند په دوام کې لیکلي چې «هزاره او شیعه ټولنه د هېواد له ویاړمنو خلکو څخه یوه برخه ده» او ټینګار یې کړی چې د دوی او د هېواد د نورو ټولو وګړو د حقونو د بشپړ ملاتړ او ساتنې غوښتنه کوي، څو هغوی وکولای شي په ټولو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او رسنیزو برخو کې فعالیت وکړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت اړوندو ځواکونو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې پر خاتمالنبیین علمي حوزه یرغل وکړ او دا حوزه یې محاصره کړه. ویل کېږي چې طالبانو اوس دغه علمي حوزه تخلیه او مصادره کړې ده.
طالبانو تر دې سربېره د «شیعهګانو او هزارهګانو د ولسي اړیکو» پر دفتر هم یرغل کړی او لږ تر لږه درې تنه هزاره او شیعه مخور یې نیولي دي.
