«د افغانستان د آزادۍ جبهه» وايي، طالبانو له «نړیوالو ترهګرو» سره په همکارۍ د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ کې د دې جبهې پر سنګرونو برید کړی دی.
دې جبهې په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو برید پرون (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) ترسره شوی دی.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي چې ځواکونو یې د طالبانو او د هغوی د «بهرنیو همکارو ترهګرو» پراخ برید په ټینګې دفاع سره شنډ کړی دی.
جبهې زیاته کړې چې له شاوخوا یوه ساعته جګړې وروسته طالبان، د مرګژوبلې له اوښتو سره، اړ شول چې شاتګ وکړي.
«د افغانستان د آزادۍ جبهه» وايي چې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی، خو تر اوسه د طالبانو د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه لري.
دې جبهې تر دې وړاندې هم، پرته له دې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخلي، ادعا کړې وه چې طالبان د دې جبهې د غړو پر ضد د بریدونو لپاره له «بهرنیو ترهګرو» سره همکاري کوي.
«د افغانستان د آزادۍ جبهه» وايي چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ ځینې برخې یې نیولې او په سنګرونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې په زیباک، بدخشان کې د «افغانستان د آزادۍ جبهې» د سنګرونو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې دغه جبهه هېڅ ځانګړی ځای تر خپلې ولکې لاندې نه لري.
