د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا درې شپېتمه غونډه نن (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) د سویس په جنیوا ښار کې پیل شوې ده.
په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وايي، د سوډان او میانمار ترڅنګ به د افغانستان وضعیت هم د دې شورا د مهمو بحثونو له موضوعاتو څخه وي.
هغه وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ به هم نن د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور دې شورا ته وړاندې کړي.
د ښاغلي اندېشه په وینا، د بېنټ راپور په افغانستان کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر وضعیت په تمرکز سره چمتو شوی دی.
نصیراحمد اندېشه وايي، په جنیوا کې د افغانستان استازولي او د بشري حقونو مدافعان به هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
هغه زیاتوي چې د دې غونډې په څنډه کې به د افغانستان استازولي او د بشري حقونو سازمانونه هم د افغانستان د وضعیت په اړه ناستې جوړې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه نن پیل شوې او یوه میاشت به دوام وکړي.
د دې شورا په تېرو غونډو کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د بحث له مهمو موضوعاتو څخه پاتې شوی او د بشري حقونو بنسټونو له هېوادونو غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د طالبانو د حساب ورکولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
