وروسته له هغه چې د ایفل برج ادارې د یوې هندو مذهبي ډلې د لیدنې پر مهال ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ چې خپل کاري ځایونه پرېږدي، اعتراضونه پیل شول او کارکوونکو د دوشنبې په ورځ اعتصاب وکړ.
د «فرانس ۲۴» شبکې په یوه راپور کې لیکلي چې له ښځو سره دغه «تبعیضي» چلند د شنبې په ورځ (۱۴ وږي) شوی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د «سوامي نارایان اکشار پوروشوتام بوچاسانواسي» په نوم د مذهبي ډلې شاوخوا ۱۰۰ غړي د شنبې په ورځ د ایفل برج لیدنې ته راغلل. د هغوی له ننوتلو مخکې د برج ادارې له ښځینه کارکوونکو وغوښتل چې «په موقتي توګه» خپل کاري ځایونه پرېږدي.
له ښځینه کارکوونکو سره د دغه چلند پر وړاندې اعتراضونه پیل شول او پرون، دوشنبه (۱۶ سنبله)، د ایفل برج ټولو کارکوونکو کاري اعتصاب وکړ. په همدې دلیل دغه سیاحتي ځای، چې هر کال تر اوو میلیونو پورې لیدونکي لري، وتړل شو.
اعتراض کوونکي کارکوونکي وايي چې د ایفل برج د خصوصي مدیریت شرکت (SETE) له ښځو سره «تبعیضي او سپکوونکی» چلند کړی دی.
د «CGT» کارګرې اتحادیې په یوه اعلامیه کې د ایفل برج د ادارې له خوا له ښځو سره شوی چلند غندلی دی.
دغې اتحادیې ویلي: «له ځینو ښځو وغوښتل شول چې خپلې دندې پرېږدي او نورو سیمو ته ولاړې شي. په ځینو کاري پوستونو کې نارینه د هغوی پر ځای وګومارل شول. همدارنګه ټولو ښځینه کارکوونکو ته امر وشو چې د هندو پلاوي د حضور پر مهال له ځانګړو سیمو څخه تېرې نه شي.»
د ایفل برج مدیریت ویلي چې دغه اقدام د «سوامي نارایان اکشار پوروشوتام بوچاسانواسي» مذهبي ډلې په غوښتنه شوی و؛ ځکه دغې ډلې غوښتنه کړې وه چې د دوی د حضور پر مهال «له ښځو سره تعامل محدود» شي.
د فرانس ۲۴ د راپور له مخې، د ایفل برج مدیریت د دې اقدام مسوولیت منلی او له ښځینه کارکوونکو یې بښنه غوښتې ده.
د «سوامي نارایان اکشار پوروشوتام بوچاسانواسي» مذهبي ډلې هم د «رامنځته شوې ناراحتۍ» له امله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې موخه یې «د نورو خلکو ځورول» نه وو.
خو دغه اقدام د پراخو اعتراضونو سبب شوی او منتقدان وايي چې د فرانسې د جمهوریت په اساسي قانون کې تضمین شوی د برابرۍ اصل تر پښو لاندې شوی دی.
مارین لوپن، د فرانسې د «ملي اجتماع» ګوند د پارلماني ډلې مشرې، ویلي چې په دغه هېواد کې «هیڅ مذهب، کلتور یا ډله باید ونه شي کولای چې د ښځو حضور محدود کړي یا له ښځو وغواړي چې د نورو خلکو د مذهبي غوښتنو د پوره کولو لپاره له خپل ځایه لیرې شي».
د پاریس ښاروال، امانوئل ګریګوار، هم له ښځو سره د شوي چلند په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړې او د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
ګریګوار په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «زه د ایفل برج د کارکوونکو له اعتراض څخه خبر یم او غواړم هغوی ته ووایم چې نارضایتي یې پر ځای ده. د داسې وضعیت زغمل د منلو وړ نه دي.»
هغه زیاته کړې: «د ښځو او نارینهوو ترمنځ برابري به هېڅکله زموږ د تاریخي ودانیو په پښو کې، او نه هم د دې ښار په بل هېڅ ځای کې، ودرول شي.»
د فرانسې د برابرۍ وزیرې، اورور برژه، هم د دې پېښې په اړه په غوسه غبرګون ښودلی دی.
هغې په «اېکس» کې لیکلي: «په فرانسه کې موږ له ښځو نه غواړو چې پټه شي. هېڅ عقیده او هېڅ مذهب د جمهوریت له قوانینو څخه لوړ نه دی.»
په همدې حال کې، د پاریس ښاروال ټینګار کړی چې ژر تر ژره به څېړنې پیل شي او باید ټول حقایق په بشپړه توګه وڅېړل شي.
د ایفل برج کارکوونکو خپل اعتصاب پای ته رسولی او ټاکل شوې چې د دغه برج فعالیتونه له نن ورځې څخه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
