د خوست سیمهییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو په برخه کې ۱۲ پراختیايي پروژې د ۳۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
خوست لپاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز نن (سهشنبه، ١٧ د وږي) ویلي، چې دغه پروژې د ځاځي میدان او باک ولسوالیو په مربوطاتو کې د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پلې شوې دي.
د هغه په وینا، په دغو پروژو کې د اوبو کانالونه، سربندونه، کاریزونه او استنادي دېوالونه شامل دي، چې د سیمې د خلکو د اوبو رسولو، کرنیزو فعالیتونو، د ځمکو د خوندیتوب او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت په برخه کې به مرسته وکړي.
ګربز وايي چې د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
هغه همداراز ویلي هڅه کوي د خوست په ټولو ولسوالیو کې د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې ورته پراختیايي پروژې پلې کړي.
بلخوا، خوست مېشي شکایت کوي چې په ټولو ولسوالیو کې پراختیايي پروژې به متوازن ډول نه پلې کېږي او زیاتره هغه یې تر ښاري سیمو محدودې دي.
