هرات کې د یوه ځوان عامه وژنه؛ طالبان د شکمنو کسانو له نیولو خبر ورکوي

Oplus_131072

په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسینی وايي، په عام محضر کې د یوه ځوان د وژنې مشکوک کسان پېژندل شوي او نیول شوي دي.

حسیني د دوشنبې په شپه (۱۶ وږي) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دغو کسانو دوسیه به عدلي او قضايي ادارو ته واستول شي.

د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د نیول شویو کسانو د شمېر او هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

۳۰ کلن عبدالقدیر پهلوان‌زاده چې په هرات ښار کې په ویلډینګ بوخت و، د جمعې په ورځ (۱۳ د وږي) شاوخوا ۵:۰۰ بجې د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «پوسته نمبر یک» په سیمه کې د نبی‌زاده په تېلو ټانک کې په عام محضر کې په ډزو ووژل شو.

د دغه ځوان د وژنې ویډیو چې د تېلو ټانک د امنیتي کمرې له لارې ثبت شوې، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده. په ویډیو کې لیدل کېږي چې څو وسله‌وال کسان لومړی د دغه ځوان لاسونه تړي او تر وهلو وروسته یې په ډزو وژني.

د دغه ځوان پلار د خپل زوی له وژل کېدو درې ورځې وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې د پېښې په اړه ځینې نوي جزییات وړاندې کړي او د موضوع د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د عبدالقدیر پلار رستم پهلوان‌زاده وايي، هغه کسان چې د ده د زوی لاسونه یې تړلي او وروسته یې وژلی، د هرات د پښتون‌زرغون ولسوالۍ د طالبانو د امنیه قوماندان سید احمد محمدي، د هغه ورور او د مولوي حامد په نوم یو کس دي.

رستم پهلوان‌زاده ادعا کوي چې زوی یې د مولوي حامد له لوري وژل شوی دی.

د هغه په وینا، مولوي حامد ادعا کوي چې پلار یې د عبدالقدیر پهلوان‌زاده له لوري وژل شوی و. خو رستم پهلوان‌زاده وايي چې زوی یې بې‌ګناه و او د مولوي حامد پلار څه باندې یو کال وړاندې د «ناڅرګندو کسانو» له لوري وژل شوی و.

رستم زیاتوي چې د مولوي حامد له لوري پر عبدالقدیر لګېدلي تورونه حقیقت نه لري او د هغه پر وړاندې په عدلي او قضايي ادارو کې هېڅ دوسیه نه وه ثبت شوې.

د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسینی ویلي چې دا موضوع به وڅېړل شي.

په رڼا ورځ او عام محضر کې د دغه ځوان د وژنې د ویډیو خپرېدو، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په پېښه کې د یوه طالب قوماندان د حضور راپورونه خپاره شول، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته