د ملګرو ملتونو او جاپان د همکارۍ ادارې چارواکو په افغانستان کې د قابلګۍ خدمتونو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) چارواکو په افغانستان کې د قابلګۍ خدمتونو د پیاوړتیا او په ټول هېواد کې د میندو د روغتیا او تولیدمثل اړوند روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړې دي.

افغانستان په داسې حال کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو سره مخ دی چې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره هم مخامخ دی. اوس مهال په ځینو سیمو کې هېڅ ښځینه ډاکټره شتون نه لري. له بلې خوا، طالبانو د نجونو پر زده‌کړو، د روغتیايي برخو په ګډون، بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو او جایکا چارواکو ویلي چې دواړه لوري په ګډه ژمن دي چې د افغانستان د ښځو، نجونو او کورنیو لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د روغتیايي پایلو د ښه والي ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو پر وړاندې د میندو د مړینې کچه ۶۳۸ مړینې وه. دا په اسیا کې تر ټولو لوړه او په ټوله نړۍ کې اوومه لوړه کچه بلل شوې ده.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له دوام او د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو د کمښت له امله، ښايي په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لا لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځینو سیمو کې د ښځینه ناروغانو درملنه د نارینه ډاکټرانو له‌خوا هم منع کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته