د شیعیانو عالي کمېسیون: د دفتر فعالیتونه د پخوا په څېر دوام لري

Oplus_131072

د «افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون» یو ورځ وروسته له هغې چې دفتر یې د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شو، اعلان وکړ چې د دغه کمېسیون فعالیتونه پرته له ځنډه او د پخوا په څېر دوام لري.

د شیعیانو عالي کمېسیون نن چهارشنبه، د وږي په ۱۸مه، په فېسبوک کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه کمېسیون دفتر د پخوا په څېر «خلاص دی او د دې ادارې فعالیتونه پرته له ځنډه دوام لري».

کمېسیون ویلي چې «ټول اداري او خدماتي چارې، او د خلکو د غوښتنو او عریضو ارزونه» هم د پخوا په څېر روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د «افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون» دفتر د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شوی و.

سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي وو، چې د طالبانو وسله‌والو ځواکونو د سې‌شنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۷مه، شاوخوا ۲ بجې د دغه کمېسیون دفتر محاصره کړی و.

تر اوسه د افغانستان د شیعیانو عالي کمېسیون د دفتر د محاصرې لامل نه دی څرګند شوی او د کمېسیون په تازه خبرپاڼه کې هم د خپل دفتر د محاصره کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته