د افغانستان پر پوله د بلوچستان په چمن ښار کې ناپېژانده وسلهوالو یو ملکي کس په ډزو وژلی دی.
سرچینه وایي، پېښه تېره شپه (سه شنبه، ١٧ د وږي) د چمن ښار پر «کالج سړک» رامنځته شوې، چې پکې د نظر محمد په نوم یو کس د موټرسايکل سپرو وسلهوالو له لوري په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.
سرچینې د وژل شوی کس د کورنۍ له قوله ویلي، چې نوموړی له جومات څخه د کور پر لور روان و، چې د وسلهوالو تر برید لاندې راغلی او وروسته یې د ژورو ټپونو له امله یې ژوند بایللی دی.
سرچینه وايي، کورنۍ یې بېوزله ده او له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.
سرچینه زیاتوي د وژل شوي کس د کورنۍ غړو د نوموړي جسد د سیمې د امنیتي ادارې مخې ته د اعتراض په توګه ایښی او له امنیتي مسوولینو یې غوښتي چې د پېښې عاملین ژر تر ژره پیدا کړي.
دا پېښه په داسې مهال شوې چې په وروستیو کې د افغانستان پر پوله د چمن ښار کې د ناامنۍ پېښې د زیاتېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
