هلمند کې د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې وایي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې د ۱۳ میلیونه، ۸۳۴ زره او ۴۲۸ افغانیو په لګښت دوه استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د یادې ادارې په وینا، دغه استنادي دېوالونه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د «خاوي» او «دوسنګ» په سیمو کې، په ټولیزه توګه د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي، جوړ شوي دي.
سرچینه وایي، دغه پروژې د سېلابونو د مخنیوي او د خلکو د استوګنیزو او کرنیزو سیمو د خوندیتوب په موخه پلې شوې دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ او نږدې ۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوې ده.
