په فراه ولایت ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ یو ځوان غلو وژلی دی.
سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، چې تېره شپه (سه شنبه، د وږي ١٧مه) د دغه ولایت د بکوا ولسوالۍ په «ودود بازار» کې یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی او شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ ترې وړل شوې دي.
سرچینې ویلي، چې دغه ځوان عرفان نومېده او اصلاً د هلمند ولایت اوسېدونکی و او د بکوا ولسوالۍ په ودود بازار کې په یوه دوکان کې د منشي په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچینې په وینا، عرفان د شپې په خپل کاري ځای کې ویده و، چې غله ورغلي، هغه یې په چړو وهلی او وژلی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هدفي، مرموزې وژنې او جنایي پېښې زیاتې شوې دي.
