د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد وايي، چې په تېرو یوه کال کې په افغانستان کې ۹۹ زره کسان پر سرطان اخته شوي دي.
مجاهد نن (چهارشنبه، ۱۸ د وږي) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه شمېر هغه ناروغان رانغاړي چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې ثبت شوي او روغتیايي خدمتونه یې ترلاسه کړي دي.
نوموړي وویل، چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ له ۶مې څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي تر ۲۶مې پورې موده کېږي، له ۹۹ زرو څخه زیاتو سرطاني ناروغانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې په همدې موده کې په کابل کې د سرطان ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت هم پیل شوی دی.
د طالبانو تازه شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د سرطان ناروغي په پام وړ کچه زیاته شوې ده.
تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې، د جمهوري نظام د عامې روغتیا وزارت په خپلو کلنیو راپورونو کې ویلي وو چې هر کال شاوخوا ۲۰ زره کسان پر سرطان اخته کېږي. د راپورونو له مخې، له دې ډلې شاوخوا ۱۵ زره کسان د شپږو میاشتو څخه تر یوه کال پورې موده کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او پاتې ناروغان د هېواد دننه یا بهر له درملنې وروسته ژوندي پاتې کېږي.
په افغانستان کې تر دې دمه یوازې په کابل ښار کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره یو تخصصي مرکز فعال دی، چې اوس د ۲۰۰ بستریز روغتون په کچه پراخ شوی دی. تر اوسه په ولایتونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره کوم تخصصي مرکز نشته.
په پاکستان کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله د پولو د دروازو تر تړل کېدو مخکې، ډېری سرطاني ناروغان د درملنې لپاره پاکستان، په ځانګړي ډول د پېښور او کراچۍ روغتونونو ته تلل.
خو د پولو له تړل کېدو وروسته، له هېواده بهر د درملنې امکان هم تر ډېره محدود شوی دی. اوس یوازې هغه لږ شمېر ناروغان چې اقتصادي توان لري، د درملنې لپاره هند او ایران ته لېږدول کېږي.
