د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د کرېکټ ملي لوبډله به په راتلونکو اکټوبر او نومبر میاشتو کې په متحده عربي اماراتو کې د ټېسټ، یو ورځنۍ او شلاوریزه نړیوالو سیالیو لپاره د بنګلهدېش او زمبابوې کوربهتوب کوي.
کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو سیالیو په مهالوېش کې د بنګلهدېش پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ او د زمبابوې پر وړاندې درې نړیوالې ۲۰ اوریزې او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به له دغو سیالیو وړاندې راتلوونکې اوونۍ د سپټمبر میاشتې په ۱۳مه له هند سره د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ هم پیل کړي.
کرېکت بورد ویلی د یادو سیالیو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
