د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د فلج ناروغۍ د څلورو نوو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د مثبتو انساني پېښو ټول شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، دغه څلور نوې پېښې په هلمند، کونړ، نورستان او فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې انساني پېښې او ۷۶ چاپېریالي مثبتې نمونې ثبت شوې دي.
افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د پولیو تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري.
له افغانستان وروسته پاکستان دویم هېواد دی، چې د روان کال په ترڅ کې پکې د پولیو درې مثبتې انساني پېښې او ۱۲۷ چاپېریالي مثبتې نمونې ثبت شوې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان او پاکستان کې په ټولیز ډول د پولیو ۵۲ مثبتې پېښې تایید شوې وې، چې ۲۱ یې په افغانستان او ۳۱ نورې په پاکستان کې وې.
افغانستان او پاکستان اوس مهال د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پولیو پکې لا هم له منځه نه ده تللې. د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ، په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له امله، د پولیو ویروس د احتمالي پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
