فاوو په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د لا ډېرو پانګونو غوښتنه وکړه

ADEK BERRY / AFP

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په افغانستان کې د ۳.۷ میلیونه ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ پر اخته کېدو په اشارې ویلي، چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د کړۍ د ماتولو لپاره د مخنیوي په برخه کې لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده.

فاوو نن، چهارشنبه د وږي ۱۸مه، په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تغذیې اوسني پروګرامونه تر ډېره د شدیدې خوارځواکۍ پر درملنه او هغو بېړنیو عواملو متمرکز دي چې د دې ستونزې لامل کېږي. خو د دې کړۍ د ماتولو لپاره باید هغو بنسټیزو عواملو او شرایطو ته هم پاملرنه وشي چې د خلکو د معیشت په سیستمونو کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ کوي او له درملنې وروسته د هغوی د بیا خوارځواکۍ لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بنسټیز عوامل د موسمونو له بدلېدو سره تغییر کوي. په دغو عواملو کې خوړو ته لاسرسی، له کرنې او مالدارۍ څخه ترلاسه کېدونکی عاید، د ښځو رول او کاري بار، او د «یوه روغتیا» د تګلارې اړوند خطرونه شامل دي.

فاوو زیاته کړې، چې د دې عواملو د متقابلې اغېزې او د ماشومانو پر تغذیوي وضعیت د هغوی د اغېزو درک کول، د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د اغېزناکو ستراتیژیو په طرحه کې ډېر مهم دي.

د فاوو د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو تغذیوي بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی. سره له دې چې د لسیزو راهیسې بشري مرستې شوې او د کورنیو د خوړو خوندیتوب د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي، خو دغه لاسته راوړنې تل د کم‌عمره ماشومانو د تغذیې د وضعیت د ښه کېدو لامل نه دي شوې.

فاوو ویلي، دا موضوع ښيي چې یوازې خوړو ته لاسرسی د شدیدې خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره کافي نه دی او باید نورو اغېزمنو عواملو ته هم پاملرنه وشي.

د خوړو د خوندیتوب د مدغمې درجه‌بندۍ د تحلیل له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې له شپږو تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکي ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشر جان آیلیف ویلي وو چې په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی دی.

هغه چې له کابله یې په جنیوا کې له خبریالانو سره خبرې کولې، ویلي وو: «دا هغه بحران دی چې ورځ تر بلې خرابېږي او له بده مرغه موږ یې د مهارولو توان نه لرو.»

جان آیلیف زیاته کړې وه چې د ماشومانو لاغری، چې د خوارځواکۍ تر ټولو وژونکې بڼه ده، اوس د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې بحراني کچې ته رسېدلی دی.

خو هغه د بودجې له کمښت څخه هم شکایت کړی و او ویلي یې وو چې د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال یوازې دومره بودجه لري چې له خوارځواکۍ سره د مخامخو هرو اوو کسانو له ډلې یوازې د یوه کس د تغذیې اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له هغو ټولو هېوادونو څخه چې افغانستان ته یې خپلې مرستې درولې دي، غوښتنه کړې وه چې د دې بحران د حل لپاره خپلې مرستې بېرته پیل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته