نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې یې د ۳ مېلیونه او ۹ سوه زره افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلي.
د نورستان د کانونو او پټرولیم ریایت لپاره د طالبانو رییس مولوي سید رحیم عمیر وایي، دا ډبرې نن (چهارشنبه ۱۸ د وږي) د یوې داوطلبۍ پر مهال پلورل شوي.
عمیر ویلي، د دغو ډبرو د پیسو له درکه ۳۹ زره ۵۰۰ افغانۍ عواید د طالبانو حکومت خزانې ته جمع شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې په پلورل شویو ډبرو کې بیروج او بلور شامل و، چې د پارون ښار او کانتیوا ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ هم د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د ۱۲۲ مېلیونه، ۵۰۰ سوه زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوې وې.
