سي‌بي‌اېس: د ایران په بریدونو کې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه څو امریکايي جنګي الوتکې زیانمنې شوې دي

Oplus_131072

امریکايي رسنۍ «سي‌بي‌اېس نیوز» راپور ورکړی چې د ایران له خوا په اردن کې د «موفق‌السلطي» هوايي اډې پر ضد په بریدونو کې د امریکا څو پوځي الوتکې زیانمنې شوې دي.

سرچینو ویلي چې د F-15 ډوله اته جنګي الوتکې لږ زیانمنې شوې دي او ویل کېږي چې بېرته خدمت ته سپارل شوې دي.

هغه کسان چې له موضوع سره نږدې اشنا دي، د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د A-10 «تاندربولټ»، چې په «وارتهوګ» (Warthog) مشهور دی، یوه الوتکه هم په نښه شوې او د هغې یوه وزر له منځه تللی دی.

تر اوسه په اردن کې د ایران په بریدونو کې د امریکايي ځواکونو د وژل کېدو کومه پېښه نه ده راپور شوې.

دغه زیانونه په هغو شپنیو بریدونو کې رامنځته شوي چې یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې امریکا د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوه امریکايي سمندري جنګي بېړۍ له په نښه کېدو وروسته یې د ایران پر پنځو تېل وړونکو بېړیو برید کړی دی.

د ایران اسلامي سپاه پاسداران په غبرګون کې اعلان وکړ چې دوی پر اتو تېل وړونکو بېړیو او دوو جنګي بېړیو، او همدارنګه په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه، بریدونه کړي دي.

«سي‌بي‌اېس» موندلې چې په اردن کې امریکايي ځواکونو د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره له ۳۰ څخه زیات «پېټریاټ» توغندي توغولي دي.

«سي‌بي‌اېس» تر دې مخکې راپور ورکړی و چې امریکايي چارواکو د «پېټریاټ» توغندیو د زېرمو د چټک کمېدو، او همدارنګه د نورو دقیقو هدایت کېدونکو مهماتو، په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته