د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په طبي څانګو کې د افغان محصلینو پر منلو لګېدلی «تبعیضي بندیز» لغوه کړي او افغان محصلینو ته اجازه ورکړي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
دغه سازمان نن (پنجشنبه، د وږي ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ورکړي چې افغان محصلین کولای شي په قانوني توګه په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې د هر محصل د خوندیتوب اړتیاوې باید په جلا توګه وارزول شي او هغو کسانو ته چې اړتیا لري، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینو ته چې د طالبانو له ځورونې سره د مخ کېدو له امله له زیات خطر سره مخ دي، خوندي سرپناه برابره شي.
د پاکستان طبي شورا په دغه هېواد کې ټولو طبي او غاښونو د طب مؤسسو ته امر کړی چې افغانستان ته د افغان محصلینو د ستنېدو لپاره لازم ترتیبات برابر کړي. دې شورا په طبي څانګو کې د افغان محصلینو پر منلو هم بندیز لګولی دی.
د دغه امر په تعقیب، په لاهور کې د کینګ اډوارډ طبي پوهنتون ۲۰ افغان محصلینو، چې څلور ښځې او اووه د وروستي کال محصلین هم پکې شامل دي، ته امر کړی چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه د خپلې وتلو د پروسې د بشپړولو لپاره ورشي.
د پاکستان د بشري حقونو غیرحکومتي کمېسیون اټکل کړی چې په لاهور کې شاوخوا ۱۰۰ افغان طبي او د غاښونو طب محصلین ښايي د دې پرېکړې له امله اغېزمن شي، چې له ډلې یې له ۲۰ تر ۴۰ پورې ښځینه محصلینې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې افغانستان ته د ښځینه محصلینو شړل به د دې فرصت له منځه وړل وي چې هغوی ډاکترانې یا د غاښونو ډاکترانې شي؛ ځکه طالبان په پوهنتونونو کې د ښځو پر زدهکړو او طبي زدهکړو بندیز لګولی دی.
دغه سازمان ټینګار کړی چې پاکستان د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د نړیوال میثاق د یوه غړي هېواد په توګه مکلف دی چې د وړتیا پر بنسټ او له هر ډول تبعیض پرته لوړو زدهکړو ته مساوي لاسرسی تضمین کړي.
