د لاهور عالي محکمې د افغان محصلینو د ایستلو حکم وځنډاوه

Oplus_131072

د لاهور عالي محکمې د پاکستان د طبي شورا هغه پرېکړه وځنډوله چې له مخې یې د افغانستان محصلین له طبي پوهنتونونو څخه ایستل کېدل.

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» نن (جمعه، د وږي ۲۰مه) راپور ورکړی چې د لاهور عالي محکمې دغه حکم د شاوخوا ۳۰ افغان محصلینو له شکایت وروسته صادر کړی دی.

د موضوع د څېړنې غونډه د لاهور عالي محکمې د قاضي خالد اسحاق تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه چې په کې د پاکستان د طبي شورا وکیل او د افغان محصلینو وکیل هم حاضر وو.

د «ډان» د راپور له مخې، د پاکستان د طبي شورا وکیل د افغان محصلینو د ایستلو لامل «د معتبرې ویزې نه لرل» او «له ملي امنیت سره تړلې اندېښنې» بللې دي.

خو قاضي خالد اسحاق د طبي شورا دا دلیل ونه مانه او ویې ویل: «که د دوی ویزې معتبرې نه وې، نو له پیله څنګه په دغو پوهنځیو کې ومنل شول او د زده‌کړې اجازه ورکړل شوه؟»

هغه زیاته کړه چې په دې موضوع کې«له ملي امنیت سره هېڅ تړلې ستونزه نشته»او محصلین کولی شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او له هغې وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د لاهور عالي محکمې نننۍ غونډه کې د پاکستان د طبي شورا هغه حکم هم وځنډول شو چې ۱۰ ورځې مخکې یې د افغانستان محصلین له طبي او غاښونو د طب له پوهنتونونو څخه د ایستلو لپاره صادر کړی و.

قاضي اسحاق حکم وکړ چې افغان محصلین کولی شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په خپلو ازموینو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د دې قضیې د تعقیب لپاره د محکمې راتلونکې غونډه د راتلونکې جمعې، د سنبلې په ۲۷مه، ترسره شي.

د پاکستان طبي شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه یو حکم صادر کړی و او ویلي یې وو چې هغه افغان محصلین چې په طبي او غاښونو طب پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت دي، باید سمدستي وایستل شي.

د دې حکم له خپرېدو وروسته د رامنځته شویو غبرګونونو په ترڅ کې، یادې شورا پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې له نږدې ۲۰۰ افغان محصلینو څخه چې په طبي څانګو کې زده‌کړې کوي، یوازې ۲۲ تنه له دې شورا سره ثبت دي او پاتې نور لازم اسناد نه لري.

خو ځینو هغو محصلینو چې د ایستلو حکمونه یې ترلاسه کړي، ویلي چې دوی د «علامه اقبال لاهوري» بورس له لارې دغو پوهنتونونو ته شامل شوي او د پاکستان د طبي شورا اقدام «سیاسي» دی.

دغه محصلین د لاهور په بېلابېلو پوهنتونونو او طبي پوهنځیو کې، د کینګ اډوارډ طبي علومو پوهنتون، د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان طبي او غاښونو پوهنځي، او د خدماتي طبي علومو انستیتوت په ګډون، په زده‌کړو بوخت دي. په دغو محصلینو کې لسګونه ښځینه محصلینې هم شاملې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته