ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ځوان د کونړ په سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینو ویلي، دا پېښه نن غرمه (سهشنبه، ۱۴ د تلې) د کامې ولسوالۍ په «سربند» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، د بختالله په نوم یو ۲۴ کلن ځوان د کونړ په سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، نوموړی په اصل کې د خوست ولایت د تڼۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و او له خپلو ملګرو سره د تفریح په موخه ننګرهار ته راغلی و.
له دې نږدې یوه اوونۍ وړاندې هم د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یو ځوان د کابل سیند کې اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی و.
