په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د جامو د څرنګوالي له امله د هغوی د نیولو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما نن (پنجشنبه، د تلې ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر ترمنځ، په هرات او کابل کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول شوې یا توقیف شوې دي او یو شمېر نورې ښځې هم د نیول کېدو له ګواښ سره مخ شوې دي.
د یوناما په وینا، د خوندیتوب او ټولنیزې بدنامۍ د اندېښنو له امله داسې موارد هم شته چې راپور شوي نه دي او ښايي د دغو پېښو واقعي شمېر تر دې ډېر لوړ وي.
یوناما زیاته کړې چې طالبانو ښځې او نجونې د دې ډلې د منل شویو جامو د اصولو د سرغړونې په تور نیولې دي.
د یوناما په اعلامیه کې راغلي: «ښځې د چادرۍ نه اغوستلو، د ویښتانو د ښکاره کېدو، د رنګارنګ روسریو اغوستلو یا د سینګار کولو، او همداراز له محرم پرته په عامه ځایونو کې د حضور له امله نیول شوې دي. دغه ښځې له څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.»
د ملګرو ملتونو دفتر همداراز د ښځو، په ځانګړي ډول ښځینه دوکاندارانو، پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو ټکولو او ګواښونو د مواردو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما یو ځل بیا ویلي چې دغه اقدامات د ښځو او نجونو د تګ راتګ د آزادۍ، د بیان د آزادۍ او فردي خپلواکۍ حقونه نقضوي.
دغه بنسټ ویلي چې نیول او توقیف کول ښځې او نجونې له لا زیاتې ټولنیزې بدنامۍ او لا ډېرې څنډې ته کېدو سره هم مخ کوي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي اقدامات پای ته ورسوي، د ټولو وګړو د بشري حقونو او کرامت درناوی تضمین کړي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د افغانستان ژمنو ته پابند پاتې شي.
طالبانو پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه بې برخې دي.
دغې ډلې د ښځو د مخ بشپړ پوښل لازمي بللي او هغه ښځې او نجونې چې له دې امر څخه سرغړونه کوي، نیسي او زنداني کوي.
سره له دې چې د ښځو او نجونو د نیولو په اړه پراخې نیوکې او نارضایتي موجوده ده، طالبان لا هم خپلو دغو اقداماتو ته دوام ورکوي.
