د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ۱.۶ هکټاره ځمکه ځانګړې کړې ده.
دغه وزارت نن پنجشنبه (د تلې ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ځمکه د مسکو ښار په یوه مهم او ستراتیژیک موقعیت کې ده.
د «دیپلوماتیکو استازولیو د خدمتونو اداره» چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، دغه ځمکه د طالبانو سفارت ته ځانګړې کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې «د موجوده طرحې له مخې» به په دې ځای کې د افغانستان سفارت ودانۍ او نور اړین تاسیسات جوړ شي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سفارت د اداري، قونسلي او کلتوري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره اړین بنسټونه برابر شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په مسکو کې د دې ډلې سفیر ګلحسن حسن له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه کړې ده.
