د کندز ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د امام صاحب ولسوالۍ په مرکزي څلورلارې کې د شاوخوا ۲۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه دفتر په وینا، د یاد کمپلکس د جوړولو چارې پرون (چهارشنبه) د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي.
سرچینه زیاتوي چې دغه کمپلکس د امام صاحب ښاروالۍ پر پنځه جریبه ځمکه جوړېږي او د قرارداد موده یې ۲۵ کاله ده.
د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د څلورو پنځهپوړیزو ودانیو جوړول شامل دي چې یوه زېرخانه او ۵۱۲ دوکانونه به ولري.
