«شنې قطعې»، چې د «شن غورځنګ» پوځي څانګه ده، ادعا کړې چې ځواکونو یې په پنجشېر کې د طالبانو یوه چورلکه رانسکوره کړې ده.
شن غورځنګ پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه چورلکه پرون (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) سهار شاوخوا ۷ بجې او ۱۵ دقیقې په نښه شوې ده.
«شنې قطعې» ویلي چې د رانسکورې شوې چورلکې پاتې شوني د «دره ارزو» په سیمه کې پاتې دي.
دغې قطعې ادعا کړې چې د چورلکې دوه پیلوټان، چې «عبدالعظیم» او «محمد نعیم» نومېږي، سخت ټپیان شوي او په کابل کې د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
شن غورځنګ وايي، دغه چورلکه د طالبانو د هوايي ځواکونو د لوی درستیز «ملا نقیبالله مقیم» د لېږدولو لپاره کارول کېده.
دغه پوځي ډله، چې د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، وايي چې رانسکوره شوې چورلکه د هغو هندي چورلکو له ډلې وه چې د جمهوري نظام پوځ ته ورکړل شوې وې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۱۴۰۱ لمریز کال په غبرګولي کې د «افغانستان د مقاومت ملي جبهې» هم ادعا کړې وه چې په پنجشېر کې یې د طالبانو یوه چورلکه رانسکوره کړې ده خو طالبانو ویلي وو چې دغه چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله په یوه دره کې بېړنۍ ناسته کړې وه.
