وروسته له هغې چې راپورونه خپاره شول چې ښايي امریکا د راتلونکې میاشتې له منځنیو ټاکنو مخکې پر ایران نوي بریدونه وکړي، د تېلو بیې له پنځه سلنې ډېرې لوړې شوې.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي سمندر برېنټ خام تېلو بیه چې د تېلو د نړیوالو بیو شاخص دی، د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) ۱۰۵.۴۸ ډالرو ته په هر بېرل ورسېده.
د لوېدیځ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خام تېلو بیه هم ۹۲.۸۴ ډالرو ته په هر بېرل لوړه شوه.
«اتلانټیک» مجلې راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ د امریکا د جګړې له وزارت څخه غوښتي چې د نومبر په درېیمه د کانګرس له منځنیو ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید لپاره د دغه هېواد پر اهدافو د برید طرحې چمتو کړي. دغه اقدام د تېلو د عرضې د لا ډېر ګډوډېدو خطر زیاتوي.
د تېلو د بیو لوړېدو پر ونډو بازارونو هم اغېز کړی او د والسټریټ مهم شاخصونه د معاملاتو په پیل کې راټیټ شول.
په اروپا کې د فرانکفورت او پاریس بازارونه دواړه راټیټ شول، خو د لندن بازار ۰.۲ سلنه لوړ شو؛ ځکه د تېلو د بیو لوړېدل د انرژۍ د سترو شرکتونو په ګټه وو. د «بيپي» شرکت ونډې ۳.۳ سلنه او د «شل» شرکت ونډې ۳.۲ سلنه د پنجشنبې له غرمې وروسته په معاملاتو کې لوړې شوې.
د اسیا لویو ونډو بازارونو هم د چهارشنبې په ورځ د والسټریټ د بازارونو له کموالي پیروي وکړه. په دغو بازارونو کې د ټکنالوژۍ شرکتونو د خپلو وروستیو لاسته راوړنو یوه برخه له لاسه ورکړه.
پر ایران د نویو بریدونو احتمال په داسې حال کې مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې شخړې لا پسې پراخې شوې دي.
د یمن حوثیانو د پنجشنبې په ورځ د ریاض هوايي ډګر په توغندي په نښه کړ او په سعودي عربستان کې یې د تېلو د تاسیساتو کارکوونکو ته خبرداری ورکړ چې د هدف ګرځېدو د مخنیوي لپاره له دغو تاسیساتو ووځي.
د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې زیاتېدل ښايي پر ټرمپ لا ډېر فشار وارد کړي؛ په داسې حال کې چې د هغه په مشرۍ جمهوري غوښتونکي له دې خطر سره مخ دي چې د کانګرس دواړه مجلسونه له لاسه ورکړي.
ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې ایران به تر هغه د منځنیو ټاکنو پر اغېزولو هوکړې ته حاضر نه شي او ښايي دغه هوکړه له ټاکنو وروسته وشي.
ایران وايي، تازه یې د شخړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره اووه ورځنی پلان وړاندې کړی، خو ټرمپ دغه پلان رد کړی دی.
