په ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي چې وسلهوالو غلو په ختیځ زون کې د یوه ځايي خبریال، محمود نعمي، ورور سلطان وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه نن سهار وختي (پنجشنبه، د تلې ۱۶مه) د جلالاباد ښار د اتمې ناحیې اړوند د «دامان» په سیمه کې شوې ده.
سرچینې وايي چې وسلهوالو کسانو سلطان په خپل نانوایي دوکان کې په ډزو وژلی او وروسته یې له دوکان څخه پیسې او د هغه موټرسایکل هم له ځان سره وړی دی.
په ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وژنو د پېښو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.
