اوچا: د سرچینو کمښت او د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د پوهنې نظام له بحران سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د سرچینو کمښت او د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د پوهنې نظام له داسې بحران سره مخ کړی چې نجونې ترې تر نورو ډېرې اغېزمنې شوې دي.

په افغانستان کې د اوچا دفتر نن (پنج‌شنبه، د تلې ۱۶مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د پوهنې لپاره له اړتیا وړ ۱۶۰ میلیونه ډالرو بودجې څخه یوازې ۲۲ میلیونه ډالر، چې له ۱۴ سلنې څخه هم کمه برخه جوړوي، برابر شوي دي.

اوچا وايي: «د افغانستان ښوونیز نظام ښوونکو، مناسبو ټولګیو او سرچینو ته اړتیا لري. د نجونو لپاره دا بحران لا جدي دی، ځکه له لومړنۍ دورې پورته ټولګیو کې د زده‌کړو بندیز لا هم پر ځای دی.»

دې ادارې ټینګار کړی چې «د بودجې بېړنی برابرول او د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کول هغه څه دي چې نور یې ځنډول نه شي کېدای.»

د اوچا د دفتر غړې اولګا چرفکو په هلمند کې د دغه ولایت له مرکز لښکرګاه ښار څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان نجونې د زده‌کړو په برخه کې له لا جدي بحران سره مخ دي.

هغې ویلي: «د نړۍ په هره برخه کې داسې ښوونځي شته چې زده‌کوونکي پکې زده‌کړې کوي، ښوونکي تدریس کوي او والدین د خپلو اولادونو پر راتلونکي پانګونه کوي. خو په افغانستان کې د سرچینو، ښوونځیو او تر ټولو مهم د ښوونکو د کمښت له امله زده‌کړې په جدي ډول محدودې شوې دي. سربېره پر دې، له لومړنۍ دورې پورته ټولګیو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.»

چرفکو وايي، دغه ټول محدودیتونه له درسي ټولګیو څخه هم پراخ دي؛ ځکه د زده‌کړې د فرصتونو کمښت د نوي کاري ځواک د رامنځته کېدو لپاره د فرصتونو د کمېدو معنا لري.

هغې زیاته کړې چې روغتیا او پوهنه هغه برخې دي چې د ښځو شتون پکې اړین دی او دغه برخې د طالبانو له محدودیتونو او د سرچینو له کمښت څخه تر نورو ډېرې اغېزمنېږي.

د نوموړې په وینا، زده‌کړه یوازې د زده‌کړې موضوع نه ده، بلکې پر راتلونکي او د ټولنې پر هراړخیزه وده پانګونه هم ده او په دې برخه کې اوسني محدودیتونه د ټولنې د خلکو د کړاو لامل کېږي.

په تېرو پنځو کلونو کې، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې له زده‌کړو پاتې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، طالبانو اووه زره ښځینه ښوونکي له دندو ګوښه کړي او اوس د ښځینه ښوونکو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۷۳ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۶۶ زرو ته راکم شوی دی.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د اوسنیو محدودیتونو په دوام سره به وضعیت لا خراب شي او افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکي له لاسه ورکړي، چې په دې صورت کې به ښايي یوازې ۴۶ زره ښځینه ښوونکي پاتې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته