د بنګله‌دېش لوبډلمشر: له افغانستان سره د ټېسټ لوبه کې د بریا هڅه کوو

د بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نجم‌الحسین شانتو وايي، لوبډله یې له افغانستان سره په هغه ټېسټ لوبه کې چې د جمعې په ورځ په ابوظهبي کې پیلېږي، د پنځه‌ورځنۍ لوبې په بڼه کې د لا پرمختګ هڅه کوي.

بنګله‌دېش د اګست په میاشت کې د اسټرالیا په داروین کې اسټرالیا ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه، خو په دویمه ټېسټ لوبه کې یې ماتې وخوړه او په دې سره د دواړو لوبډلو د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده. دا پایله د مېلمنې لوبډلې لپاره د پام وړ پرمختګ بلل شوې وه.

دغه بریا بنګله‌دېش د نړیوال ټېسټ اتلولۍ د نهو لوبډلو په جدول کې څلورم ځای ته ورساوه او د راتلونکي کال په پایلوبه کې د ګډون چانس یې زیات کړ.

که څه هم له افغانستان سره ټېسټ لوبه د نړیوال ټېسټ اتلولۍ د سیالیو برخه نه ده، خو شانتو ویلي چې لوبډله یې دې سیالۍ ته چمتو ده.

شانتو د پنجشنبې په ورځ په شیخ زاید لوبغالي کې وویل: «موږ په اسټرالیا کې ډېره ښه لړۍ لرله، خو زه باور لرم چې هغه تېر وخت دی. اوس له یوه نوي سیال او بېلابېلو شرایطو سره مخ یو، نو باید لا ډېر پرمختګ وکړو.»

په دې لوبه کې بریا به د بنګله‌دېش پر ځان باور لا زیات کړي. دغه لوبډله د روانې میاشتې په وروستیو کې د ویسټ انډیز کوربه‌توب کوي، په نومبر کې سویلي افریقا ته سفر کوي او د راتلونکي کال په فبرورۍ کې به د انګلستان کوربه‌توب وکړي.

افغانستان هم هیله لري چې د خپلې نوې لوبډلمشر رحمت شاه په مشرۍ په ټېسټ لوبو کې خپل ریکارډ ښه کړي. افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د ټېسټ لوبډلې حیثیت یې ترلاسه کړی، په ۱۳ ټېسټ لوبو کې یوازې څلور بریاوې خپلې کړې دي. دغه لوبډلې اته لوبې بایللې او یوه لوبه یې مساوي کړې ده.

د دواړو لوبډلو وروستۍ ټېسټ لوبه درې کاله مخکې په ډاکه کې ترسره شوه چې افغانستان په ۵۴۶ منډو درنه ماتې وخوړه. خو افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د بنګله‌دېش پر وړاندې په بله ټېسټ لوبه کې د ۲۲۴ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه.

افغانستان به په دې لوبه کې د خپلې مخکښې سپین بالر راشد خان نشتوالی په کلکه احساس کړي. نوموړی د ډاکټرانو په سپارښتنه د ملا د استراحت او د سپین بال په مهمو سیالیو کې د ګډون لپاره د چمتووالي په موخه د دې ټېسټ لوبې په لوبډله کې نه دی شامل شوی.

بنګله‌دېش هم په دویمه پرله‌پسې لړۍ کې خپل چټک او مخ پر ودې توپ‌اچوونکی ناهید رانا نه لري. هغه د اړخ د عضلو له ټپ څخه د رغېدو په حال کې دی.

د شیخ زاید لوبغالي د لوبې میدان نسبتاً ورو دی او له همدې امله تمه کېږي چې سپین بالران به د لوبې له لومړیو پړاوونو څخه مهم رول ولري. همداراز اټکل کېږي چې د هوا تودوخه به ۴۰ درجې سانتي‌ګراد ته ورسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته