ټرمپ: له ایران سره په رغنده خبرو بوخت یو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې حکومت یې له ایران سره په رغنده خبرو بوخت دی. هغه د نومبر له منځنیو ټاکنو مخکې پر ایران د امریکا د نویو بریدونو احتمال رد کړی دی.

ټرمپ نن شپه (پنجشنبه، د تلې ۱۶مه) په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو بې‌ساری شمېر بېرل لېږدول کېږي.

هغه ویلي: «غواړم ټولو ته روښانه کړم چې، په داسې حال کې چې ایران له اقتصادي او پوځي پلوه په ډېر بد وضعیت کې دی او محاصره به په بشپړ ډول دوام ولري، د هرمز تنګي له لارې د تېلو بې‌ساری شمېر بېرل لېږدول کېږي. یوازې تېره شپه ۲۲ میلیونه بېرله تېل له دغه تنګي تېر شوي، پرته له دې چې حتی یو بېرل له ایران څخه وارد یا ایران ته صادر شي.»

وروسته له هغې چې راپورونه خپاره شول چې ښايي امریکا د راتلونکې میاشتې له منځنیو ټاکنو مخکې پر ایران نوي بریدونه وکړي، د تېلو بیې له پنځه سلنې ډېرې لوړې شوې.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي سمندر برېنټ خام تېلو بیه چې د تېلو د نړیوالو بیو شاخص دی، د پنجشنبې په ورځ ۱۰۵.۴۸ ډالرو ته په هر بېرل ورسېده.

د لوېدیځ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خام تېلو بیه هم ۹۲.۸۴ ډالرو ته په هر بېرل لوړه شوه.

«اتلانټیک» مجلې مخکې راپور ورکړی و چې سپینې ماڼۍ د امریکا د جګړې له وزارت څخه غوښتي چې د نومبر په درېیمه د کانګرس له منځنیو ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید لپاره د دغه هېواد پر اهدافو د برید طرحې چمتو کړي. دغه اقدام د تېلو د عرضې د لا ډېر ګډوډېدو خطر زیاتوي.

خو ټرمپ ویلي: «موږ به د نومبر په درېیمه په متحده ایالاتو کې د کېدونکو منځنیو ټاکنو تر مخه هېڅ وخت پر ایران برید ونه کړو.»

د امریکا ولسمشر په خپل دغه پیغام کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې «ایران به اټومي وسلې ونه لري».

ایراني چارواکو تر اوسه د هغه څه په اړه چې ټرمپ یې رغنده خبرې بولي، څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې پوځي لاره او بندیزونه د ستونزې حل نه دي. هغه خبرداری ورکړی و چې که امریکا یو ځل بیا بریدونه پیل کړي، ایران تر تېر وخت ډېر چمتو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر دیپلوماتیک حل ټینګار کړی او ویلي یې وو چې تهران په دې برخه کې هم چمتو دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته