د امریکا په ټکساس ایالت کې مېشت ۳۲ کلن افغان وګړي، محمد داوود الکوزي، چې د ځانمرګي برید د ګواښ له امله نیول شوی و، په محکمه کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی. هغه منلې چې په پوهه یې بل کس ته د زیان رسولو ګواښ کړی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې الکوزي د اکتوبر په ۶مه د امریکا د فدرالي قاضي جفري اېل. کیورټون پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، الکوزي له پنځو کلونو بند، تر ۲۵۰ زره ډالرو نغدي جریمې او تر درېیو کلونو پورې د څارنې لاندې ازادۍ سره مخ دی. د وزارت په وینا، د هغه د سزا د اعلان نېټه به محکمه ټاکي.
الکوزي د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۳۰مه تورن شو چې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ژوندۍ خپرونې پر مهال یې ګواښوونکی پیغام لېږلی و.
د ټکساس د شمالي حوزې لپاره د امریکا څارنوال، رایان ریبولډ، ویلي: «د ځانمرګي برید ګواښ کول نه ټوکه ده او نه هم یوه شېبهییز غبرګون، بلکې فدرالي جرم دی.»
هغه زیاته کړې: «متحده ایالات د ځانمرګي برید یا داسې کوم اقدام د ګواښ پر وړاندې چې د پراخو مرګژوبلو لامل شي، هېڅ ډول زغم نه لري. موږ به په چټکۍ او پرېکنده ډول غبرګون وښیو، څو ډاډ ترلاسه شي چې هر څوک دا ډول چلند کوي، له جدي فدرالي پایلو سره مخ کېږي.»
د محکمې د اسنادو له مخې، الکوزي د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۳مه په یوه انلاین ویډیويي ډلهییزه مکالمه کې له څو کسانو سره ګډون کړی و. په دغو کسانو کې یو کس هم و چې د محکمې په اسنادو کې د «لومړي قرباني» په نوم یاد شوی او هغه هم د افغانستان اوسېدونکی دی.
د راپور له مخې، الکوزي او د مکالمې نورو ګډونوالو د پخوانیو قومي دښمنیو له امله یو بل ته سخت سپکاوی کړی و. الکوزي ګواښ کړی و چې د «ځانمرګي بم» په کارولو سره به پر لومړي قرباني او نورو کسانو ځانمرګی برید وکړي. د دغې مکالمې ځینې برخې ثبت شوې او په ټیکټاک ټولنیزه شبکه کې خپرې شوې وې.
د امریکا د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، فدرالي مامورینو او ورسره همکارو سیمهییزو ځواکونو په چټکۍ الکوزی وپېژاند او د هغه د استوګنې ځای یې وموند. مامورینو د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې نوموړی د بم جوړولو اړین توکي په واک کې ونه لري، د هغه د استوګنځي او ګرځنده ټیلیفون د تلاشي حکم عملي کړ.
مامورین دې پایلې ته رسېدلي وو چې تورن کس د برید د ترسره کولو نیت نه درلود.
خو الکوزي منلې چې په پوهه یې بل کس ته د زیان رسولو ګواښ کړی دی.
