د پنجشېر د طالبانو والي ویاند: یوه چورلکه د ناستې پر مهال له ډبرې سره لګېدلې ده

photo: social media

د طالبانو د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لتون، په دغه ولایت کې د «شنه بهیر» د دې ادعا په غبرګون کې چې ګواکې ځواکونو یې یوه چورلکه راغورځولې، ویلي چې یوه چورلکه د ناستې پر مهال په یوه نامناسب ځای کې له ډبرې سره لګېدلې او لږ زیانمنه شوې ده.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، سیف‌الدین لتون ویلي چې په پنجشېر کې د چورلکې په تړاو هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

هغه د دې چورلکې د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د «شنه بهیر» پوځي څانګې، «شنې قطعې» ادعا کړې چې ځواکونو یې په پنجشېر کې د طالبانو یوه چورلکه راغورځولې ده.

شنه بهیر پر اېکس ټولنیزې شبکې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه چورلکه پرون چهارشنبه، د تلې په ۱۵مه، د سهار شاوخوا ۷:۱۵ بجې په نښه شوې ده.

شنې قطعې ویلي چې د راغورځول شوې چورلکې پاتې شوني د آرزو درې په سیمه کې پراته دي.

د دغې قطعې په ادعا، د چورلکې دوه پیلوټان، چې «عبدالعظیم» او «محمد نعیم» نومېږي، سخت ټپیان شوي او په کابل کې د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.

شنه بهیر وايي چې دغه چورلکه د طالبانو د هوايي ځواکونو د ارکان رئیس، ملا نقیب‌الله مقیم، لېږداوه.

دغه پوځي ډله چې د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، وايي چې راغورځول شوې چورلکه د هغو هندي چورلکو له ډلې وه چې د افغانستان پخواني جمهوري نظام پوځ ته ډالۍ شوې وې.

په پنجشېر کې ځايي سرچینې د آرزو درې شاوخوا سیمو کې په ټیټه ارتفاع د چورلکې الوتنه تاییدوي، خو وايي چې خلک د سیمې غرني موقعیت ته لاسرسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته