طالبانو په تخار کې له یوه امبولانس څخه د ۶۰۰ کیلوګرامو زیاتو تریاکو د نیولو خبر ورکړي

Photo: RTA

د تخار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې له یوه شخصي امبولانس څخه یې ۶۱۴ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.

د دغې قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله مسرور ویلي، دغه امبولانس د تخار په مرکز تالقان ښار کې پېژندل شوی او له بدخشان ولایت څخه راغلی و.

مسرور ویلي، دا په تېره شاوخوا یوه میاشت کې په تخار کې له امبولانس څخه د نشه‌يي توکو د نیولو دویمه پېښه ده. د هغه په وینا، ۲۰ ورځې وړاندې هم له یوه بل امبولانس څخه ۴۲۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شوي وو.

هغه د دغو نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو د چا د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو امنیتي مسوولان هره ورځ د نشه‌يي توکو د نیولو خبرونه ورکوي.

د نشه‌يي توکو قاچاق په داسې حال کې دوام لري چې طالبان ادعا کوي، په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی.

ملګري ملتونه هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ۹۰ سلنه کموالي خبره تاییدوي، خو وايي چې د قاچاقبرانو په زېرمو کې لا هم نشه‌يي توکي شته دي.

افغانستان په تېرو وختونو کې په نړۍ کې د نشه‌يي توکو د تولید له سترو سرچینو څخه ګڼل کېده.

د افغانستان په سوېل کې د نشه‌يي توکو لویه برخه تولیدېده، خو په وروستیو کلونو کې د هېواد په شمال ختیځ کې د کوکنارو د کښت راپورونه ورکول کېږي. ملګري ملتونه وايي، د کوکنارو د کښت جغرافیه له سوېل څخه شمال ختیځ ته بدله شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته