شبانه راسخ د افغان ښځو د بورسونو لپاره ۲.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

د افغانستان د ښځو د رهبرۍ ښوونځي (سوله) مشرې، شبانه بسیج راسخ، ویلي چې د اکسفورډ پوهنتون له همکارو بنسټونو څخه د «وایدنفلډ ـ هافمن ټرسټ» په همکارۍ یې د افغان ښځو د تحصیلي بورسونو لپاره ۲.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي، څو هر کال لږ تر لږه یوه افغانه ښځه وکولای شي د اکسفورډ پوهنتون د ماسټرۍ په دوره کې زده کړې وکړي.

مېرمن راسخ نن (شنبه، د تلې ۱۸مه) پر اېکس په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې دې بورس ته یې د «افغان ښځو د رهبرۍ صندوق» نوم ورکړی دی. د نوموړې په وینا، دغه بورس به د ماسټرۍ په کچه د یوه وړ تحصیلي پروګرام د زده کړو ټول لګښتونه پوښښ کړي.

د مېرمن راسخ په وینا، د دې ترڅنګ به زده‌کوونکو ته هر کال د خوراک او استوګنې د لګښتونو لپاره مالي مرسته او د نورو لګښتونو د یوې برخې د پوره کولو لپاره هم ځانګړې مرسته ورکړل شي.

هغې زیاته کړې، چې د دغه بورس ترلاسه کوونکې به د رهبرۍ د مهارتونو په یوه روزنیز پروګرام کې هم ګډون وکړي، چې د «وایدنفلډ ـ هافمن ټرسټ» له خوا وړاندې کېږي.

شبانه بسیج راسخ ویلي، چې نوموړې پخپله هم د اکسفورډ پوهنتون د «وایدنفلډ ـ هافمن» بنسټ د بورسونو او رهبرۍ روزنیز پروګرامونو له فارغانو څخه ده او د دې مالي مرستې په ورکولو سره غواړي د افغانستان د ښځو زړورتیا او مقاومت وستایي.

هغې ویلي، چې دغه تحصیلي بورس به هغو کسانو ته د لاسرسي وړ وي، چې د ۲۰۲۷ کال په سپټمبر کې د نوي تحصیلي کال د پیل لپاره د اکسفورډ پوهنتون ته غوښتنلیکونه لېږي.

مېرمن راسخ ویلي، چې دغه مالي مرسته د «سوله» ښوونځي له خوا نه تمویلېږي او له هغو بودجو څخه جلا ده، چې د دغه بنسټ د فعالیتونو د ملاتړ لپاره راټولېږي.

هغې څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې د هغو ۱۲ کسانو له ډلې یوه وه، چې د بېل ګېټس پخوانۍ مېرمنې، مېلېنډا ګېټس، د خیریه فعالیتونو او بشري مرستو د پیل لپاره هر یوه ته ۲۰ میلیونه ډالر ورکړي وو؛ خو هغې په مشخص ډول نه دي ویلي، چې د دې بورس مالي لګښت له همدې مرستې څخه ورکوي او که نه.

د ښځو د حقونو دې فعالې لیکلي: «راتلونکی منی به په اکسفورډ پوهنتون کې د یوې افغانې ښځې د ژوند او رهبرۍ نوی پړاو پیل شي. راتلونکی کال به یوه بله افغانه ښځه هم ورسره یوځای شي او دا بهیر به هر کال له یوې ښځې څخه بلې ته دوام ومومي. بې‌صبره یم چې وګورم هره یوه به له خپل راتلونکي سره څه کوي او کوم بدلونونه به رامنځته کړي.»

دا تحصیلي بورس په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې طالبان افغانستان ته تر بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې یې له زده کړو او تحصیل څخه محرومې کړې دي.

شبانه بسیج راسخ په کابل کې زېږېدلې او هلته لویه شوې ده. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله په پټو ښوونځیو کې زده کړې کړې دي. نوموړې اوس له زده کړو د محرومو نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابروي.

هغې د اکسفورډ پوهنتون څخه د عامه پالیسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د خپلو فعالیتونو له امله یې څو معتبرې جایزې هم ګټلې دي، چې په هغو کې د ۲۰۲۳ کال د نشنل جیوګرافیک ټولنې د «کال موندونکې» جایزه هم شامله ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته