د حوثیانو بریدونه؛ سعودي عربستان د ریاض هوايي ډګر تخلیه کړی

د فرانسې خبري اژانس د درېیو عیني شاهدانو په حواله راپور ورکړی، چې نن (شنبه، د تلې ۱۸مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد د نړیوال هوايي ډګر د تخلیې بهیر روان و.

دغه رسنۍ لیکلي، چې په همدې وخت کې سعودي چارواکو له مسافرو غوښتي وو، چې هوايي ډګر ته تر تګ مخکې د خپلو الوتنو وضعیت وڅېړي.

یوه عیني شاهد ویلي، چې د ریاض په نړیوال هوايي ډګر کې د الوتکې د سپرېدو لپاره د انتظار پر مهال یې د چاودنې غږ واورېد؛ خو دوو نورو کسانو ونه شوای کولای تایید کړي، چې د هوايي ډګر د تخلیې لامل څه پېښه وه.

په وروستیو ورځو کې د ریاض نړیوال هوايي ډګر څو ځله د یمن د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې پرون تایید کړه، چې د پنجشنبې په ورځ د حوثیانو په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دې ادارې ویلي وو، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو هم د حوثیانو په بریدونو کې د ریاض په نړیوال هوايي ډګر کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي وو.

حوثیانو د تېرې اوونۍ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو په سعودي عربستان کې د ابها هوايي ډګر هم په نښه کړی و، چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته