د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د یمن د حوثیانو له لوري د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د توغندیز برید له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دې ادارې نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د حوثیانو د تېرې ورځې په برید کې د وژل شویو شمېر ۱۲ او د ټپیانو شمېر ۳۰۹ کسانو ته رسېدلی دی.
د اعلامیې له مخې، د ملک خالد هوايي ډګر په پرونۍ پېښه کې څلور سعودي وګړي، دوه د بنګلهدېش وګړي او شپږ نور د امریکا، مصر، اردن، سوریې، فلسطین او سوډان اتباع وژل شوي دي.
د عربي ائتلاف د ځواکونو ویاند ترکی المالکي د ملک خالد پر هوايي ډګر د حوثیانو برید «یو بشپړ جنګي جنایت» بللی دی.
حوثیانو پرون اعلان کړی و چې د توغندیز برید له لارې یې د ریاض هوايي ډګر له فعالیت غورځولی دی.
حوثیانو تېره اوونۍ د سعودي عربستان ټوله هوايي حریم، د مکې او مدینې ښارونو له فضا پرته، د پوځي عملیاتو سیمه اعلان کړې وه.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي وو، د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کې، چې د یمن بنسټیز تاسیسات او ملکي مرکزونه په نښه کوي، د دوی ځواکونه به د سعودي هوايي ډګرونه او د تېلو چاڼځایونه په نښه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر د حوثیانو برید غندلی دی.
ښاغلي ګوترېش نن سهار پر اېکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې ویلي: «زه د شنبې په ورځ د حوثیانو له لوري د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په مرګوني برید ژور خواشینی شوی یم. د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او سلګونه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. زه دا برید په کلکه غندم.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې پر ملکي وګړو او ملکي بنسټونو برید د نړیوالو قوانینو نقض دی او باید سمدستي ودرول شي.
