د امریکا سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنسلوانیا ایالت کې یوه سړي په یوه کور کې د دوو ماشومانو په ګډون اته کسان وژلي او ظاهراً یې وروسته ځان وژلی دی.
د «ایري نیوز ناو» په نوم یوې سیمهییزې رسنۍ راپور ورکړی، چې دا پېښه پرون ماښام (جمعه، د تلې ۱۷مه) د پنسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې ده.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، پولیسو ته د ډزو د پېښې د راپور له رسېدو وروسته د پېښې ځای ته ځواکونه واستول شول او په یوه سړک کې یې د دوو ښځو جسدونه وموندل.
رسنۍ زیاته کړې، چې یو وسلهوال په کور کې سنګر نیولی و او پولیسو ودانۍ محاصره کړې وه او هغه ته یې د وتلو امر کاوه.
د «ایري نیوز ناو» د راپور له مخې، د پولیسو او وسلهوال ترمنځ د مخامخ کېدو پر مهال له کوره د نورو ډزو غږ هم واورېدل شو. کله چې پولیس په پای کې ودانۍ ته ننوتل، د دوو ماشومانو په ګډون یې د څو نورو قربانیانو جسدونه وموندل.
دې رسنۍ د پولیسو په حواله لیکلي، چې وسلهوال هم د ډزو له امله وژل شوی و او داسې ښکاري چې ډزې یې پخپله کړې وې.
د فرانسې خبري اژانس د «ایري نیوز ناو» په حواله دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې د ایري ښار د پولیسو ادارې له دغې رسنۍ سره په خبرو کې د پېښې په اړه له څرګندونو او د جزئیاتو له تاییدولو ډډه کړې ده.
امریکا د وسلو د ګرځولو د ازادۍ له امله څو ځله د ډلهییزو خونړیو ډزو شاهد پاتې شوی دی.
ویل کېږي، چې په دغه هېواد کې د وسلو شمېر د نفوس په پرتله ډېر دی او د وسلو اړوند محدودیتونو د سختولو هڅې له سیاسي او قانوني خنډونو سره مخ دي.
